02-08-2015

دوکتور ص. سعیدي

سیاسي تحلیل: ملا محمد عمر او پاکستاني لوبې!
02-08-2015

دوکتور ص. سعیدي

سیاسي تحلیل: ملا محمد عمر او پاکستاني لوبې!
سیاسی تحلیل او سیاسی انځور ورکول په معـین تعبیر او ارزونې د کوچنیانو هغه لوبې  ته  پاتې کیږي چې « پوزل » نومیږي. دا لوبه په دې ډول ده چې  لوبه کوونکی د یوه غټ  انځور او تصویر وړې ټوټې  (مثلاً د انسان  د انځور)   وړې  اجزاوې  او اندامونو چې  وړو  ټوټو کې  وجود لري  د انځور او عکس  په  مناسب  او ریښتني ځای او محل کې ایږدي او په دې توګه د  ټول بدن او څیرې  انځور  بشپـړوي.  نو کله چې  د لوی تصویر ټولې وړې ټوتې په خپل مناسب ځای کې کېښودل شوې نو بیا هغه وخت دی چې د  ټول تصویر،  انځور  او څیره  تشکیله او جوړه شي.  دا انځور هغه وخت درست، سم او ریښتنې  بڼه او انځور شي،  چې لوبه کوونکی د انځور وړې ټوټې ښې پیژني او دا  د  لوی  انځور وړې ټوټې او د وجود  برخې  د انځور مناسب  ځای کې  ځای پر ځای کړي وي.  د مثال په ډول  که  لوی انځور د انسان  څیره  فرض کړو   نو وړې ټوټې د لوی انځور لکه پوزه، لاس،  ګوتې، پښه،  سر، ویښتان او ...  په خپل مناسب  او مربوط ځای کې کېښودل شي  نو  داسې انځور ریښتنی، سالم  او واضح  وي. که  لوبه کوونکی  او تصویر جوړونکی د « پوزل »  په لوبه کې  پوزه د لاس او لاس د پوزې پر ځای کېښوده  نو تصویر او انځور به   د  ټول تصویر، روښانه  او اصلی بڼه نه وي بلکې یوه مغشوش  انځور کیدای شي.  هو تأکید کوم  اصلی څیره  او انځور هغه وخت ورکول  کیدای شي چې مونږ د دې وړو  وړو ټوټو په هکله چې د  ټول انځور مفردات دي درست  شناخت ولرو او پوره وپیژنو او دهغو په برخه کې کافی مالومات ولرو او هغه مفردات او د تصویر وړې ټوټې په مناسب  او اړین ځای  کې ځای پر ځای کړو اوکیږدو.  
سیاسي تحلیل هم همداسی دی. ریښتنی  انځور او تصویر، د وضعی اصلی حالت او د  هغه پر بنیاد  د حل ریښتنی لارې هغه وخت  بیانیدای  او بیانولای شو او معینو ادعاوو لپاره مستقیم او غیر مستقیم  منطقی مستندات او اروزنې وړاندې کولای شو چې منطقی تسلسل او منطقی استدلال ولری او د معین عمل انګیزه او علت وڅیړل شي   او داسې  په  ګوته شي  چې هغه  د مختلفو خواوو منافع  او مصالحو  څخه شناخت وجود ولري او  په پام کې  ونیول شي او په دې توګه  او په دغه بنیاد  د ذیدخلو افرادو او خواوو کړنې  او اعمال وڅیړل شي او ریښتنی تحلیل  او ارزونه  وړاندې او د هغو  پر بنیاد   د واقعی انځور او څیرې، مشکل او کړکیچ  د حل لارې  او  دمعضل نه د وتولو تداابیر او  لارې  وړاندې کړای شي.  داسې لارې چې په  لږ مصرف او لږو قربانیو ډیر نتایج  او پایلې ولري  او ترلاسه شي  او د بیځایه  قربانیو مخه ونیول شي. د وطن او خلکو مصالح او منافعو ته اولویت ورکړل شي  او د دشمن امکانات  محدود او یا کم کړای شي. په دغه لار کې ټول امکانات ولټول شي او د ټولو ملی ځواکونو نه د فردي او محدودو موخو نه د سترو  وطني ګټو د خوندې کولو لپاره د مشترکو  او ګډو ملی موخو  لپاره  کار او هڅو باندې د بی حوصله کیدو او وارخطایی  پرته  په  دوامداره توګه تمرکز او کار ته  د خپل توان او امکان په چوکات کې خپل رسالت او وظیفه اداء کړای شي .   په دغه برخه کې  د خپلو ملی منافعو اولویت،  د نورو  مشروع منافع  او د سرو خطونو تعیین او په ګوته کول حتمی دي.  
دا هغه نکات او مهم مطالب دي چې په  دې برخه کې همیشه او په دوامداره توګه باید  په نظر کې ونیول شي او هغو ته باید منظم کار وشي.  
هو د حالاتو او وضع اصلی تصویر باید په عینی توګه د  تصویر ورکوونکي  او تصویر ورکونکي د شخصی  او ګروپي علاقمندی او تمایلاتو پرته  د نوو مالوماتو او نوي شرایطو په رڼا کې  مطرح وي او وسنجول  شي.  
دلته  مثلاً همیشنی  دوست او دښمن نه شته. هغه څه چې همیشني  او دایمي دي  د یو افغان لپاره د هغه د وطن او خلکو دمنافعو او مصالحو اصول  او خیال ساتل دي. د دین او عقیدې  منافع او مصالح په نظر کې نیول هم  د خلکو د منافعو او مصالحو نه جدا کیدونکی جز دی.  بیا هم  د نوی وضعی او حالاتو په هکله ريښتنی نوی تصویر، انځور او د حل  نوې لارې باید  د نوو مالوماتو پر بنسټ   او  ګویا د  رنځور د نوي  وضعې او توان پر بنسټ وړاندې  کړای شي. 
هو د حقایقو په هکله مالوت او د مفرداتو په هکله ريښتنی مالوت د  ریښتنی سیاسی تصویر او انځور، د مشکل بیان او د هغه  د حل لاری  آسانوي او دقیقوي. په دې اساس دحل  لار او هغه هم په موقع د حل لار د وروستي بیځایه او غیر ضروری درد او الم شدت کموي. که چیری د مشکل او حالت په اړه  مالومات کم وي  او مربوط کشفی او امنیتي ارګانونه او نهادونه  درست کار ونه کړي او یا  مربوط کدرونه د دښمن  نوکر وی او یا دښمن ته د خدمت دوره تیره کړي وي نو بیا  دشمن ته دداسي  کشفی  ادارو ارګانونو قوت او ضعف  مالوم  وي  نو اول خو يې ورځینی حیا نه کیږی او دوم مربوطو کدرونو قوت او ضعف ورته مالوم وي. دا هغه حالت دې چې په تأسف سره د افغانستان  بعضی همدا اوس مطرح اشخاص دولتی کدرونه او مشران ورته په کلونو خدمت او نوکري کړي ده او  د هغوی معاش خواره وه.  نو د دښمن استخبارات  توانیږي او توانیدلي  د کويټی د ښار یو دکاندار د طالبانو د حرکت د ستر مشر او د رهبری  د غړي په نامه افغانستان ته  راولي  او د افغانی جانب  او حاکمیت د لوړ پوړو چارواکو سره کښېنوي.  په دې توګه د وقت د ضیاع، د  تمسخر سبب  او بیا وروسته غټې پیسې هم تر لاسه کړي.
د مالوماتو  او کشفی ارګانو د ضعیف  عمل او ضعیف کار به  وجه  تروریست  د مصلح په جامه کې راځې او د سولې د شوراء  مشر او د افغانستان د استخباراتو مشر مخې  ته انفجار او د مرګ او ژوبلی باعث او لامل کیږي.  
هو که کار او استخباراتی کار ضعیف وی د نړۍ والې ټولنې د اول شخص مطلوب انسان  یعنی بن لادن د پاکستان د نظامی عالی مکتب  په ۸۰۰ متری کې نړیواله ټولنه پیدا کوي  او ډېر کلونو هلته اوسیږي خو د هغه  د پیدا کیدو په وخت کې بیا هم افغاني جانب د پاکستان د استابلشمنت به دوه مخي افغان دشمنه  سیاسیت نړۍ ته قناعت نشي ورکولای.  
هو که مالومات ضعیف وی  او واړه  دشمن خادمه  افراد پر وضعی مسلط  وی او سیاسی قدرت ولري نو دا کار  ددې موجب ګرځي چې دوه کال مخکې مړ شخص (ملا محمد عمر اخوندزاده ) ته د  اختر په مناسبت  د سولې پيغام   او دهغه  د نیک نظر خبر د مبارکی  پيغام ولیږل  شي  او د هغه د  سولې د تأئید  د  اوسنی مثبتی موضع ستاینه  وشي. 
آیا  دا حالت ددی پخلی کوي چې افغانستان د قحط الرجال سره مواجه دی؟ نه به هیڅ صورت نه . مونږ ډیر با درده، هوښیار او به وطن او اسلام مین  خادم مجرب عناصر لرو چې د خدمت قصد او ټکل لري خو بیا هم په قیمت نه غواړي د چا لاس پوځي شي چې د سیاسی قدرت امکان وړکړ شي او حاکمیت کی شریک شي او بیا د خدمت موخه ولري.  
هو د افغانی جانب د  بې کفایته برخورد  له امله هم  چې دې،  په  سلهاو مواردو کې په مستند ډول د پاکستان استابلشمنت د ځپلو لیرې او نږدې متحدینو او همکارانو په مټ  او اهدافو لپاره  هم  افغانستان  او د  افغانستان خلک د بحران او ناورین سره مواجه کړي  او د افغاانستان  د تراژیدی سره  د نورو ټولو عواملو سره سره  ددې فتنو شاته د پاکستان د نظامی استخباراتو لاس  له شک او تردیده  پرته کاملاً  وجود لري او لرلای دی.
ددغه تحلیل  او ارزوني  د اصولو د نه مراعات په نتیجه  او پایلې کې  په سلهاو او زر هاو بی ګناه انسانان وژل  کیزي او د فغانستان او د افغانستان د خلکو  د تباهی موجب شول.
ربښتیا خو داده چې په تیر ۱۵ کلو کې او د هغه نه وړاندې  په افغانستان کې د پردو پر مټ مسلط حاکمیتونه  په دې برخه کې ناتوانه او بی کفایته سیاست او عمل درلوده  او لري. پاکستان  او پنجابیانو د افغانستان د خلکو د مقدس جهاد په دوره کې  تر ټولو غټه ګټه  اوچته او تر لاسه کړه.
پاکستان د دوامداره فشار په راوستو سره  د افغانستان په مسأله کې د نړۍ څخه جزیه واخیسته او دا پروسه  لا ادامه لري.
د پورتنیو ادعاو د ثبوت لپاره سلهاو دلایل  او مشهود مستندات شته خو یو حقوقی  بحث هم د موضوع  به اړه  تاسی ته وړاندې کوم. دحقوقي له لحاظه په جزايي مسایلو کې یوه ادعا هغه وخت ثابته ګڼل کیږي چې د  جرم د وقوع او د متهم لخوا د هغه د ارتکاب لپاره  مستند داسی اسناد قضاوت ته وړاندې شي  چې د جرم د وقوع او د جرم  ارتکاب د متهم لخوا  بی کوم تزلزله ، مستقیم  دلایل  قاضي ته  وړاندې او ثابت کړي.   
د قوانینو پر بناء  د جرم د اثبات لپاره غیر مستقیم اثباتیه  دلایل هم  چې په داسي ډول یو د بل سره څنګ به څنګ کیښودل شي چې د جرم اثبات  په منطقی ډول  ثابت کړي،  کیدای شي  قضاوت ته وړاندې شي او دمحکمې لخوا د قبول وړ وګرځي. 
په مدنی مسایلو او ادعا ګانو کې ټول متناسب  اثباتیه قوی او ضعیف دلایل او مستندات محکمې ته وړاندې  او د ادعا ثبوت ورکول کیدای شي.
د جرم او د ادعا د اثبات لپاره اقرار هم سند  دی  چې دغه سند ته  په اسلامی فقه کې  د  حجت قاصره  نوم ورکړل شوای چې اقرار يې په مُقِر باندی د سند په توګه منحصر کیږي.  دغه اثباتیه سند  د اوسنیو نړیوالو  قوانینو د اصولو پر بنیاد هم  د اعتبار وړ دی خو په  ټولو قانونی سیستمو کې عدلی  او قضایی ارګانونه  او مراجعوته په کار دی د عمل انګیزه او لامل  هم  د اقرار سره سره تثبیت  کړي. 
نو ددې لنډی سریزی سره که  ټول نور اثباتیه دلایل او شواهد هم چې دیر زیاد دی  له سره  پريـږدو او همدا  د پاکستانی  د پخوانی نظامی مشر پرویز مشرف،  او د پاکستان  اوسنی  او پخوانی صدراعظم نواز شریف، د پاکستان د صدراعظم سر مشاور سرتاج عزیز،  د پاکستان د ای اس ای پخواني مشران جنرال دراني، جنرال حمید ګل ، جنرال نصیر الله بابر،  د پاکستان د وقت صدراعظمه بینظیر بوتو، د پاکستان د وقت د بهرنیو چارو وزیره حنا کهر ربانی او یک تعداد سیاسی مشران  لکه  ښاغلی اسنفندیار ولی، جناب محمود خان اڅکزی او په سلهاو نورو مشرانو  او کشرانو اقرار او بیاناتو په اتکا  د پاکستان ناروا و دوه مخې افغان ضد، پشتون ضد او سوله ضد غیر انسانی سیاسی  کړنلاره مستنده  کړو  او مستنده ده، نو په  یقین ویلای شو چې زمونږ تراژیدی زمونږ د خپلی بی کفایتی سره سره  د پاکستان او پردو له لاسه ده.  
د ټولو نه  صرف یو اقرار را اخلو او هغه د جنرال درانی  د پاکستان د نظامی استخباراتو ( ای اس ای ) په افغانستان او سیمه کې  د پاکستان  د دومخي کثیف او غیر اخلاقی او غیر انسانی سیاسیت څو میاشتی د مخه د الجزیره تلویزیون سره په مصاحبه کې  تأییدوي او هغه عادلانه بولي. هغه سیاسیت چې د هغه په نتیجه کې  د زرهاو بی ګناه انسانانو وژنې او تباهی  عامل شوه.
د پاکستان په واسطه د طالبانو د حرکت، د حزب اسلامی او نورو فزیکی امکاناتو او د افغانستان په حاکمیت کې د خپلو نوکرانو په واسطه او د دهشت او ترور نه  د وسیلې په توګه د پاکستان  کارونه په خاص ډول په افغانستان کې د بې ګناه او مظلومو خلکو پر ضد او د سیمې در زرهاو بی ګناه انسانانو د وژنې  او ژوبلی موجب  اقرار او تصدیق کړای او کوي چې دا حالت  او  د  قاقستان  در مسؤولینو اقرار د  عینی اسنادو  اوشواهدو سره یو ځای د پاکستان  د استببلشمنت  مهمه برخه او مهم سهم د افغانستان د خلکو ، د سیمې د بی ګناه خلکو او د سولې ضد کارونه به یقینی ډول ثابتوي او ثابت کړي دي. 
په دې برخه کې حتی د افغانستان د جهادی مشرانو په اقرار هم هیچ شک نه شته چې ای اس ای  په افغانستان کې  د جهادي امورو تنظیم او کارنامو  په لاس کې لرلې او دافغانستان د خلکو د مقدس جهاد نه ناروا ګټه پورته کړې او کوي.  دا ددې مانا نه ده چې جهاد او جهادی رهبرانو ته دې سپکاوی و شي او د هغوی مقدس جهاد دې  په مجموع کې په منفی مفهوم تعبیر او بد وګڼل شي.  اما په مسلم ډول د پاکستان اهداف او موخې د افغانی مجاهدینو، سیاسی احزابو او حرکتونو  د خواست او رضایت نه پرته هم که وه صرف او صرف د پاکستاني اهدافو او موخو لپاره تنظیم او په کار وړل شوي او دا پروسه تر اوسه دوام لري.  
پاکستان وتوانیده د نړیوالې ټولنې مرستې د  افغانستان  خلکو ته تر ډیره  حده خپلو جیبو کې واچوي او حتی په دی وروستیو کې د امریکی له حکومته  د نیم ملیارد دالره  پیسو اخیستو وروسته د ملامحمد عمر اخونزاده دوه کاله مخکې مړینه اوس افشاء کړي او یواځې د امریکا د تیرو دیارلسو کلو د ۳۸ ملیاردو دالرو مرستې   تر څنګه د نړۍ او افغانستان نه ډیر امتیازات تر لاسه کړي او دا پروسه  لا  د افغان اوسنی حکومت  تر فشار رواستو لاندی، ادامه لري. 
د افغانستان او پاکستان  دامنیتی  تړون لاسلیک شوې مسوده چې د نوې ګندمګ تفاهنامې  ته پاتې کیږي د افغانی ضعیف حاکمیت د فشار لاندی رواستو په ډول افغانی منافع او مصالح تهدیدوی او پاکستان نوی تاریخی امتیازات تر لاسه  کول غواړي.
د لر او برو پښتنو تر منځ  د نفرت او دښمنی  داسې  وسیع  استخباراتی تدابیر او برنامې روانې دی چې هره ورځ  یې نوې او نوې بڼې  په مطبوعاتو کې  راویستل کیږي او عملی  کیـږي.
په لسهاو نور  افغان  دشمنه برنامې او کارنامی د  پاکستان لخوا د عملی کولو په حال کې دي.  او افغانستان و نه توانیده ډیر موجود امکانات ښه وکاروي.  په یوویشتمه پیړۍ کې د ملتونو د نږدې والي او سر حدونو د لیرې کولو پر ځای پاکستان د «ډیورند لاین» د تاریخی ننګینې کرښې د نهایی کولو هڅې او زمینه سازي  او په افغانستان کې  د پاکستان په خوښه  کدری سیاسیت او بلاخره  د افغانستان  د معادنو او اوبو څخه د پاکستان په اجازه او  ګټه استفاده او افغانی جانب ته د هوایی ځواکونو محدودیت او په لسهاو نور هغه محدودیتونه  دې چې پاکستان يې قدم په قدم پلی کول غواړي. پاکستان د افغانستان په خارجی سیاسیت کې د  پاکستان خیال او نظر ساتنه او به نهایی ډول افغانستان د پاکستان د منطقوی لویو اهدافو او موخو ته افغانی جانب او منطقه برابرول او داسې نور هغه حقایق دي چې مستند اوثابت دي  او پاکستان  به افغانستان کې د هغوعملی کول غواړي.
 
نو اوس  راشو د طالبانو د حرکت او  کابل د حاکمیت  ټولو سیاسی او نظامی مخالفینو ته چې بهرنیو ځواکونو او هیوادونو ځواکونه  او په سر کې پاکستانی استابلشمنت (ای اس ای) د دې افغاني مجبورو سیاسي قوتونو څخه په نامردانه توګه د دوی په خوښه او د خوښې پرته  ګټه پورته کړه او پورته کوي؟
دا مُسلمه او ثابته خبر ده چې په افغانستان کې لوی او واړه سیاسی ګوندونو، حزبونه، سازمانونه او دینی حلقی او حرکتونه وجود لرلې او لري. خو په  سیاسیت کې کله کله داسې کیږي چې دا  او یا هغه  د طبیعی اتوریتی لرونکي شخصیتونه،  حزبونه، سازمانونه  او د هغوی برنامې او موجودیت د دغو او یا هغو سترو او یا محلی داخلی او یا بهرنیو ځواکونو او حکومتونو د منافعو او مصالحو سره سمون خوري او په دې توګه دوی د خپلو اهدافو سره سم د پام وړ شي او بهرنیان هغوی  د پنځمې ستنې (ستون پنجم )  په ډول دخپلو اهدافو د تحقق لپاره  په کاروی  او تر ممکنه حده ترې ګټه  او کار اخلي.  دا کار  د مجاهدینو د مختلفو ګروپو او تنظیمونوڅخه په سیمه کې پاکستان او ایران وکړ. نورې خواو هم دا کار وکړ خو اوس  زمونږ د اوسني  بحث  تمرکز پاکستانی  ای اس ای، او پاکستانی ستابلشمنت او  د طالب حرکت دی.   شک نه شته چې پاکستان د افغانستان  پاکستان میشتو احزابو، سازمانونو او مهاجرینو څخه پوره پوره ګټه پورته کړه او دا پروسه ادامه لري.
هو  دا کار په تأسف سره د افغانستان په شرایطو کې  د افغانستان د جغرافیایی موقعیت له کبله د تاریخ په اوږدو کې  هم ډېر ځلي شوای او دا پروسه ادامه لري.
په دې لړ کې  پاکستانی او بعضی نورو بهرنیو استخبارات  کړیو وتوانیدل  ملي ، ريښتي، وطني او بادرده اشخاصو او وطنوالو د ټولو وطنی او  علمی وړتیاو سره سره  د مشکلاتو سره مواجه کړي، امکانات یې محدود او حتی فزیکی له منځه یوسي او شهید کړي او د میدیا او مطبوعاتی امکاناتو او پیسو په زو خپلو نوکرانو او حتی اتباعو ته د افغانستان په سیاسی ستیج کې هویت او قدرت ورکړي او مطرح شخصیت يې کړي.
پخوا به ویل کیده چې بهرنی جاسوس او او نوکر دی خو  اوس اوس بهرني اتباع د افغانی سیاسیت والو مطرحو اشخاص په  موقف کې ځای پر ځای شوي او د افغانی ضد او ددې ملت ضد برنامې عملی کوي او حتی مهموسیاسی دولتی پُوستو او چوکیو کې ګمارل شوي او کار کوي.
د ایران حاکمیت په تیرو څو لسیزو کې د خپلو جوړو شوو احزابو سره سره حتی  د طالبانو  د تحریک او حتی د حزب اسلامی څخه  د امریکا ضد برنامو او خپلو موخو او اقتصادی  لوی اهدافو در تحقق لپاره  او د تر لاسه کولو لپاره ګټه پورته کړه او ددوی څخه ګټه واخیسته او دا پروسه لا ادامه لري.
دلته د طالبانو د حرکت څخه چې  زما ددې لیکنې د بحث  یوه موضوع ده مثال راوړو.
ددې حرکت  مشر ملامحمد عمر اخوندزاده  د تیرې پيړۍ په نوویمو کلو په سر کې د یوې ستری اسلامی شورا لخوا د مسلمانانو د امیر المؤمنین په توګه وټاکل شو او بیاپه افغانستان کې د اسلامی امارت مشر شو.  په امریکې کې د۲۰۰۱ کال د ۱۱ سپتامبر د جنایاتو په نتیجه کې پر اسلامی امارت یعنی د طالبانو پر امارت  او افغانستان امریکی  حمله  وکړه او د هغه په نتیجه کې د طالبانو مشران پاکستان تګ  او مهاجرت ته مجبور کړل.  هلته ورته د پاکستان ای اس ای ناست او د دوی څخه بیا د ګټې اخیستو مسأله مطرح او وکارول شوه.  او په دې توګه طالبان د نورو عربی او  اسلامی هیوادو او د پاکستان د نظامی  استخباراتو سره یو ځای د افغان حاکمیت پر ضد قیام او مسلحانه مقاومت ته اماده او لاس پکار شول. په دې ډول د پاکسان پنځه نیم سوه زره عسکرو او جنرالانو د افغانستان او د سیمې د بې ګناه خلکو په وینو او تراژیدی تجارت  ته ادامه ورکړه. دلته او هلته که دا مجاهدین لکه ملا برجان، ملا برادر او په سلهاو ښکار مشهور او غیر مشهور جهادی مشرانو که کله مستقل او افغان دوسته عمل کوو یا په مستقیم توګه وژل کیدل، تروریدل او یا افغانی او یا امریکایی جانب ته د پیسو په مقابل کې د ای اسی ای لخوا پلورل کیدل او کیږي.
په داسې شرایطو کې د طالبانو مجبور مشران  او په رأس کې ملا محمد عمر اخوند زاده په تیرو ۱۵ کلو کې زیات او د پاکستان د ای اس ای  تر چتر لاندی د پاکستان په مختلفو برخو او په وروستیو کلو کې په پیشاور کې اوسیده او فعالیت کاوه. ددې په نامه اعلامی ورکول کیدې او ټول شواهد ښکاره کوي چې د عربی، منځنۍ آسیاء او پاکستان د هیواد مجاهدینو خپلې جهادی کار نامې  د  اصولو له مخې د امارت اسلامي په نامه ختمولې او په دې برخه کې د هغو کارنامو چې د طالبان لخوا اجراء کیدې او یا بل چااجرا کولې چندان پته نه لګیده. خو که دا وي یا هغه په یقینی ډول د پاکستان د نظامی استخبارات وتوانیدل ددې هلو ځلو او فشاروڅخه د خپل جیب د ډکولو په ګټه پوره پوره  منفعت اوچت کړي  او دا پروسه  او لوبه ادامه لري.
دا چې دوکاله مخکی، به خپلې ناروغی او یا د غیر طبیعی پاکستاني عامل او یا هر وجهی  ملا محمد عمر اخوند زاد مړ شو او تر اوسه نه امریکا او نه پاکستان  او نه بل هیواد پرې خبر وه له سره د منلو وړ نه ده. په یقینی ډول د پاکستان  د نظامی استخباراتو اداره په ټولو موضوعاتو خبره وه اودا دوی دي  چې  دوی دا خبر تر اخره  نه افغانی جانب او نه نړیوالې ټولنې سره  شریک کړ او نه د دوی سره صداقت وکړ.
پاکستان د افغانستان د وینو، مرګ او ژوبلی په تجارت کې پرچون فروشی تجارت روان کړ او ګټه واخیسته او اخلي.
داچې د ملا محمد عمر اخوندزاده په نام  د طالبانو حرکت په نامه دا دوه کاله  د هغه په غیاب کې اعلامې او مواضع خپریدې او اوس هغه مړ  د پیشاور په یو روغتون کې مړ اعلام شو او د هغه ۲۶ کلن زوی  ملا یعقوب اخوندزاد اویا ملا اختر منصور  او یا ملا ذاکر  د ددې حرکت مشر شي بله خبر ده خو حقیقت دادی چې افغانی جانب ضعیف عمل کړای او نړیواله ټولنه د پاکستان په شمول تر اخیره د افغانستان سره صادقانه برخورد او عمل نه دی کړای.
دا چې نن ملا اختر منصور د یوې شورا لخوا د طالبانو د تحریک مشر ټاکل کیږي په یقین سره به هغه مشروعیت او قوت چې ملامحمد عمر اخوندزاده ددې تحریک په سر کې  درلوده بل کوم شخص به ونه لري.
یقینی خبر خو دا ده چې پاکستان او پنجاب توانیدلای  افراطي ډلې او د طالبانو حرکت  د کابل او افغانستان پر ضد  داسې وجنګوي او جنګولای چې په اخرین تحلیل کې يې د دوی پر سر قیمت لګولای او معاملې ته يې  د خپلو موخو د تر لاسه کولو لپاره وکاروي او پکارولي. د  بن لادن ، ملا بُرجان، ملا برادر،  او دادالله  او حتی  د ملا محمد عمر اخونزاده  د افغانی طالبانو د مشر سرنوشت یو د هغه زرهاوو مثالو څخه دی چې  پاکستان توانیدلای خپل تجارت پرې وکړي او امتیاز واخلي.  ښکاره ده چې د پاکستان جهاد او مجاهدت د ثمر ورکولو په حال کې دی او خپلو موخو ته د رسیدو په حال کي.  داهغه مسأله  او درس دی چې د افغانستان نور مشران او کشران باید پري په کلکه غوږونه او سرونه خلاص کړي.
نو مونږ ته په کار ده چې د سیاسی مصالحې مبدیی اصول درست او قاعده يې وسیع اوپه ټول توان کار وکړو چې ټول هغه افغانان چې دمختلفو عواملو له کبله د دشمن په خدمت کې او وطن ورانوي د تفاهم سر او لار ونیسو او سیاسی مصالحه به ريښتنی مانا چې د هغه په نیتجه ملت د وطن اصلی حاکم او تصمییم نیوکی شي په قاطعیت کار وکړو.
په دې ځان پوه کړو او باور ولرو چې د ښه دولتداری، د عدالت او قانون تطبیق او د امنیتی ځواکونو د تقویت او پیاوړتیا په صورت کې د دښمن قوت او امکانات ضعیف او له منځه ځي له یو خوا مذاکره او سیاسی مصالحه او له بلی خوا ځان قوی کول او د دشمن امکانات ضعیفول او کمول پکار دي. پکار دي سره غیر قابل عبور خطونه روښانه شي او دشمن ته وپوهوو چې نور نو هغه امکانات چې یې پرون لرل اوس نه لري او خپل حد و پیژني.
پکار ده ټول ملی او وطنخوا، مسلمان او متعهد مسلمان ولس د یو موټې په شان د دشمن او پردو د لاس د لنډولو لپاره او د یو آزاد،آباد او تاریخی یو موټی افغانستان لپاره چې هلته هر افغان او ددې وطن بچې ددې وطن مالک ځان وبولي او شریک وي کار او هڅه جاري وساتو او خپل ځان د قومی سمتی،  او نورو فتنو نه خلاص او اخوت اسلامی او افغاني په چوکات او قاعده کې  د ورور ګلوی لاس وړکړو او خپل وطن آباد او یو موټی کړو. مونږ کې دا توان شته او دشمن باید امکانات يې محدود او تجرید شي او زمونږ سره په تعامل کې خپل مقام او مکان و پیژني. دا هغه وخت کیدای شي چې مونږ متحد او متفق شو. او دا کار ممکن دی انشاء الله تعالی.
 
پـــای 

نوشتن دیدگاه

مجلات و کتب