23-03-2018

دوکتور ص. سعیدي

د افغاني تذکرو د توذیع ځن‌‌‌‌‌‌ډيدل!
23-03-2018

دوکتور ص. سعیدي

د افغاني تذکرو د توذیع ځن‌‌‌‌‌‌ډيدل!



شواهد ښکاره کوي چې د افغاني تذکرو کې افغاني هویت او اسلامیت او د ناکامله افغانستان نقشې  باندې پردو او افغان دښمنو د افغانستان د اساسي قانون ضد ،  ستره ناروا سرمایه ګذاري کړې وه! 
د پلورل شوو ګیلانیانو، ستمیانو  او د مزارشریف  د والي او مربوط جهادي  پلورل شوو  خاینو قدیرانو، همایونانو او ...ناندرو د تذکرې د توذیع د ځن‌‌‌‌‌‌ډیدو برخه کې، د امریکي د پاکستان ضد برخه کې د کوټلي ګامو مانع او د تذکرو د نه ویشلو عامل او لاملونه دي. 
شواهد او کلک قراین ښکاره  کوي چې جمهور رئيس غني  د امریکې په هدایت د افغاني تذکرو پروسه  ځن‌‌‌‌‌‌ډولې  او جناب داکتر عبدالله عبدالله هم دغه ځن‌‌‌‌‌‌ډيدو کې خپل مهم نقش لري! 
( این کار موجب تفرقه میشه و قیام میکنند و تجزیه میشه و .... داکتر عبدالله عبدالله). 
ملت او حاکمیت دا مطالب چې د اسلام نه منکریدل، د افغانیت نه منکریدل او بې له سابقې  او بې له ضرورته تذکره کې د اوسني نا مکمل افغانستان نقشه اچول تاریخي مخ توری لري او ددې حاکمیت د ملت نه د تجرید لاملونه دي، ښکاره ویل او حقایق په ګوته کول او د میز په سر ایښودل، په کار دي. 
هغوی چې په دغو حقایقو خبر دي او معامله کوي، د هغو د منطق له اظهاره او ټولو ته د رسولو نه ځان ګوښه کوي د الله (ج )او ملت پر وړاندی مس‌ؤول دي. 

و ماعلینا الا البلاغ المبین 
دوکتور صلاح الدین سعیدی 
۲۱/۰۳/۲۰۱۸

نوشتن دیدگاه

مجلات و کتب