08-10-2017

دوکتور ص. سعیدي

ونیول شو خو په عزت خلاص شو!؟
08-10-2017

دوکتور ص. سعیدي

ونیول شو خو په عزت خلاص شو!؟



ياره دا زه بې سواده یم که سواد نه شته او قحط الرجال دی؟

یاره دې وطن کې به د قانون حاکمیت او ښه دولتداري به کله راځي ؟ 

دا خپله راځي که څوک به یې راولي؟

ښکاري چې اشخاص دلته د قانون پر ځای د یو چا پر میخ الوزي او نازیږي. 

د جلال آباد د بهسودو د پله د اعمار مسئله کې چې یو کس په لاس سمنت  له پله توګل او د سمنت درک نه وه او پُل له شګو ښکاري او ښکاره تقلب او د کار کوالیته د منلو نه وه او قرار دادي ونیول شو او خوشې شو او ... وامو اوریدل او  ومو لوستل: پُل جوړ او بهره برداري ته سپارل شوی خو لا تر اوسه څوک تسلیم شوای نه دی. 

آفرین په والی صیب! 

ودې لیدل د اتمر صیب زور؟ 

ودې لیدل بې ځایه مداخله؟ ودې لیدل څنګه خوشې شړ؟ 

ودې لیل څنګه د بې ګناه شخص عکس یې د محرم په توګه نشر کړ؟ 

هتک د حرمت او ....

که د جلال آباد د بهسودو د پله قراردادي د والي په امر نیول شوای او د جناب اتمر په امر خوشې شوای وي  او قضیه همدلته ختمه شوه نو پوه  شه چې مونږ نه نظام لرو او نه قانوني حاکمیت او نه د قانون حاکمیت او حالت مو بد دی. 

نور مال حالت کوم حالت دی او کله به راځي؟ 

نورمال حالت: اجرائيه قوه، حکومت د قانون د تنفیذ لپاره څارنوالي په اختیار کې لري. کشفي ارګانونه کشفي کار کوي او معلومات جمع او  حکومت ته ورکوي. حکومتي اداره (والی   او جمهور رئيس ) جریان د تخلف کې  دي او ورځينې خبر دی د اجرااتو مرجع پولیس او څارنوالي ده. پولیس او څارنوالي عمل ونه کړ د خود ی او پارلماني او ریاستي نظارت وجود لري او بې کفایته عدلي او کشفي ارګان مسوولیت ته را کاږي اما د عدالت تأمین کې کار نه لري. یعنې والي صیب د عدي او قضایي ارګان د عدم اجرااتو په صورت کې څارنوال او پولیس محاکمې او عدالت  ته لیږي اما عدالت کې اجراات د پولیسو او څارنوال کار  دی چې  مشکوک او بیاهم متهم ته د اتهام ابلاغ په ٧٢ ساعتو كې کوي او یا د محکمې نه غواړي چې هغه متهم چې توقیف کې دی د توقیف تمدید بناپر دریو او یا یو د دریو دلایلو وکړي او یا اتهام او د توقیف د پاتې کیدو. سره سره قضیه ادامه پیدا کوي.  

 

د توقیف دلایل کوم دي: ١/تکرار دجرم، ٢/فرار له عدالته او ٣/ پر شهودو تأثیر واردول. 

محكه د څارنوالی د توقیف د تمدید دلایل اوري. یا دلایل مني او یا نه مني او یا متهم په ضمانت  خوشې کوي. دا ضمانت  په قانون کې مشخص شوای دی او لکه د کابل بانک قضیه کې د هند د سفارت د یو غړي په تضمین د میلیونو دالر له توقیفه خوشې کول مجاز نه دی. که تضمین یې ورکړ او معینه  موده کې تحقیق تکمیل شو نو بیا اقامهء دعوی کیږي او یا قرار  صادریږي چې قضیه بناپر کومو دلایلو وتړل شوه. قاضی یا د قرار سره موافق و یا مخالف او هر لورۍ د استئناف حق لري. 

دا بحث ‌‌‌‌‌‌ډیر جزئيات لري. خو دشخص نیول کیدل او د مشکوک او یا متهم خوشې کیدل د اصل قضیې د تحقیق د تکمیل  او محکمې کې د هغې نهایی کول هغه خبرې او مسایل دي چې د قانون د حاکمیت نظام کې باید په جدي توګه مراعات شي او په نظر کې ونیول شي.

دا به كله راځي؟ 

دا به خپله راځي او ټولنه کې باید ټول سیاسي ستیج هغه ته متعهدوي او یا د بهرنیو په زور او ....دا پوښتنې ځواب لري او د حل درستې لارې یې شته خو که کار اهل کار ته وسپارل شي . 

د قانون د حاکمیت په لور !

http://www.rohi.af/fullstory.php?id=59801ک

نوشتن دیدگاه

مجلات و کتب