20-01-2017

دوکتور ص. سعیدي

د خطاء دولتدارۍ مشخصه بیلګه!
20-01-2017

دوکتور ص. سعیدي

د خطاء دولتدارۍ مشخصه بیلګه!

 


کله چې لیکو او یا اورم چې: مونږ یو مشکل لرو نو نا آرامه شم او له ځانه وایم او ورغبرګ کړم: کاشکې یو مشکل. 
کله چې د مشکل او کړکیچ په هکله لیکم نو داسې تصور پيدا شي چې مونږ یوازې د اوبو د ګیلاس خالي برخه ګورو او بې انصافه زهر شیندو او په ګیلاس کې اوبه نه وینو. نه داسې نه ده او بې انصافي هم ښه نه ده. امید ورکول او هڅول پکار دي. دده کار لپاره د حاکمیت شاوخوا ‌‌‌‌‌‌ډېر غوړه مالان ناست او دا کار کوي او مونږ هم باورلرو چې اوسنی افغانستان هغه د ۱۷ کالو مخکې افغانستان نه دی او مثبت تغییرات او بدلونونه هم راغلای دی. اما په یقیني ‌‌‌‌‌‌ډول ویلای شو که د افغان حاکمیتونو بې کفایتي نه وای ، شخصي رابطې او علایق  منافعو ته اولویت نه وای ورکړل شوای نو تېره  17 کلن  دوره  به په دېرو مواردو کې د تکرار نه کېدونکو امکاناتو، هلو ځلو او توې شوو وینو نتایج او پایلې به 80 په سلو کې لوړ ې او ښې بریاوې او لاس ته راوړنې او بریاوې لرلې. . 
ملت او نړۍ په ده خبره پوه دي. داسې تمثیل کول چې څوک نه پوهیږي، یواځې ځان غولونه ده. 
داښه حالت نه دی چې حکام د چاپلوسانو له خوا محاصره او مأمور راته وایی دا خبر به نن رئيس ته نه کوو چې هسې هم په قهر دی، نه شي چې نور هم په قهر شي او ...، 
دا ښه حالت نه دی چی مأمور او زیر دست مخکې د رئيس له زیارت او کتنې نه پر ځان هغه د چا خبر درې ځلي چارقل وایي  چې په کتنه کې یې رئيس ونه ترټي او بې آبه يې نه کړي. 
داښه حالت نه دی چې والي، وزیر او رئيس هر سهار وختي د کار د ساحې لن‌‌‌‌‌‌ډ ګزارش  او بیا په خاص ‌‌‌‌‌‌ډول امنیتي ګزارش نه  ترلاسه کوي او یا خبر نه وي چې ساحه کې څه تیریږي. داسې خطاوې او بې خبره حالت دلته او هلته له میدیا او مطبوعاتو نه هم کاملا محسوسیدای شي او لیدل کیږي چې آمر له سره په جریان کې نه دی. 
دا ښه حالت نه دی چې رئيس، والي او وزیر هر سهار وختي د خپلو مخالفینو او اپوزیسیون د مواضعو، نیووکو او اعتراضاتو حد اقل لن‌‌‌‌‌‌ډ راپور د سهار له چایه مخکې په خپل میز نه لري او هغه نه مطالعه کوي. 
دا ښه حالت نه دی چې ددې مواضعو او نیووکو په هکله د هر نظر او نیوکې په آخر کې د متخصصینو د تیم متقابلې، طرحې، موضع، اقدام او وړاندیز د رئيس مخ ته پروت نه وي. 
تعجب به وكړئ که ولیکم چې هغه نظام ښه نظام نه دی چې د خپل نظام او حاکمیت د  اپوزیسیون د بقاء او ژوندي پاتې کیدو لپاره متناسب کار او زمینه سازي ونه کړي. د مسایلو نه په دغه فهم او نظر راځم د نن بحث ته: 
Déformation professionnelle
( ‌‌‌‌‌‌ډفورمیشن فروفیشنالی) دا يوه فرانسوي اصطلاح ده چې پر کتابي تعریف یې انترنت او قاموسونه ‌‌‌‌‌‌ډک دي. 
زه ددې اصطلاح قاموسي تعریف تاسې ته پریږدم اما په هدفمنده توګه د خپلې موخې په لور هغه تفسیروم. 
دا حالت په انسانانو کې هغه رواني حالت ته ويل كيږي چې شخص خپله مسلکي پوهه، زده کړه او مسلکي کار مثلاً له دفتره او د کار له ماحوله کور ته انتقال کړي. 
رئيس او وزیر دی او خپل ریاست او وزارت ځان سره د کورنۍ محیط ته راوړي. مثلاً خپلې میرمنې او ماحول ته چپه او راسته امرونه او هدایت ورکوي. 
پولیس او مستنطق دی او ھرڅه ته در کار په ماحول کې د شک او تردید په سترګه ګوري او دا حالت له مسلکه او وظيفې شخصي ژوند او محیط، کور او فامیل ته رانقل کړي. 
دغه روستی حالت دلته او هلته د نن عصر په انساني ټولنه کې د هغو بدو تجاربو، ناخوالو او  د ‌ډېرو جنایی حوادثو او ‌‌‌‌‌‌ډېروسریالو او فلمو لیدلو په نتیجه او پایله کې زمونږ د اوسنۍ بشري ټولنه کې عجین شوای او اوسني انسانان هرڅه ته د تور او بد خیال کوي او کوو. په هر چا او د هرچا په ټولو اعمالو کې او حتی د د خیر او دوستۍ. اوږد  شوي لاس ته هم د  شک او تردید په سترګو  ګورو. 
دا حالت له مونږه جرئت اخیستی او د چا په ریښتیاوالی او خیر لږ باور لرو. 
دا کار مونږ د هر یو سیاسی کارکوونکي او تحلیل ګر په صداقت هم بې باوره کړي یو او هرڅه کې را ته چل، دوکه او نادرسته او ناروا مقصد او تجارت ښکاري. 
حتمي نه ده چې تل همداسې وي خو ‌‌‌‌‌‌ډېر ځلي همداسې راته ښکاري. 
له بلې خوا په قیاسي ‌‌‌‌‌ او انالوګي  ‌‌‌‌‌‌ډول ویلای شو چې هغه چې ټول عمر د وعظ، نصیحت، جوړې، روغې مسایلو او اموروکې  مصروف وه او دی او د سولې په عالي شوراء کې له هماغه اوله د ‌‌‌‌‌‌ډېرو کلو لپاره دنده اجرا کوله، هغه شخص د دفاع وزیر او یا د یوې جنګي قطعې قومندان کړو. 
دا هم درسته خبر او کار نه دی چې په عملیاتي، پوځي او تهاجمی حرکت باندې د ( والصلح خير) نوم کېښودل شي.  مسجد او د مسجد اعمار ښه اسلامي او د الله دربار ته مقبول کار دی، خو که څوک راشي او زما د کور پر دروازې. د مسجد لوحه ولګوي او له نه وغواړي چې کور پریږده اوس دا مسجد شو، نو  دا کار هم د منلو وړ نه دی. دلته. د والصلح خیر او داچې مساجد. اعمار شي او زیاد شي. شک او تردی نه شته. د مسجد ضرار بحث دې پذ ځای پاتې وي. 

نوكه بيرته راشم خپل بحث ته: 
دا درسته نه ده چې آزاد تحلیل ګر، څيړونکی او سیاسي شننونکی  او اوس  د افغانستان سفیر د سفارت د مقام په لرلو سره په هماغه تحلیل او څېړنې ملت ته په آزادانه توګه  او میدیا کې مطرح او ووایی لکه څنګه چې پخوا وه. 
د ديپلومات وظيفه په مقیم  هیواد کې د خپل هیواد د منافعو د ساتلو او د خپل هیوادد رسمي  پالیسي  او ښه روابطو د توسعې او پراختیا سیاست عملي کول او ښه روابط ایجادول دي. 
سفیر د سفارت په دنده کې د خپل هیواد د خلاف هیڅ پالیسي او نظر نه شي څرنګندولای  او دا کار د هغه د استعفاء  او یا عزل موجب ګرځي. 
دغه ته وايي برتري ضوابط بر روابط. او بيا سفير، د اسلامي هيواد سفير او د جمهور رئيس خاص استازی حق نه لري او مناسبه خو له سره نه ده چې د یو مبتذل، اسلام ضد، تفرقه افکن  او افغان ضد برنامې ته دومره اهمیت ورکړي چې هغه سره مصاحبې ته حاضر او د داسې یو ذلیل شخص د مثبت شهرت سبب شي. 
داسې عمل او مشابه مواضع د داسې شخص بقاء په داسې ستر هېواد کې له تأخیره پرته منتفي کوي. 
داسې شخص خپله وظيفه کې  بریا نه لري او د افغان ولس منافع هلته نه شي تأمینولای. او که بیا پالیسي بله وي او مونږ پرې خبر نه یو نو بیا  خپل نظر بیرته اخلم او وایم. زمامداران راز امور را خود  نیک دانند. 

او هو 
:هغه بله پالیسي مې وویلې
 هغه داسې وه چې څوکاله پخوا چې  د دوکتورا له تحقیقاتو کار کې مصروف او محصل وم او بهر کې مې کار هم کاوه نو مې په افغانستان کې د مقیم هېواد د ېوې سترې اقتصادي  پروژې د تمویل په هکله د شوو اجراآتو او مېنځ ته راغلو موانعو په هکله له  افغاني سفیر سره خبرې کولې او مشخصې طرحې مې ورکړي چې څنګه دا موانع لیرې  کېدای شي.    سفیر چې خبر وم ( العیاذ بالله)  آسمان  ته زینې ږدي   نو غلی وه  او په پوره حوصله مندی
یې زما خبرې واوریدی او بیا مسکی شو.  راته یې وویلې... او اضافه کړې: 
سعیدي صیب خدای دې خیر درکړي غوږونه دې را خلاص کړل خو زه دغه هیواد ته دده هېواد سره د افغانستان د روابطو او علایقو د پراختیا لپاره نه یم راغلای. زه دلته راغلای یم چې دا روابط او علایق صفر ته ورسوم. ... 
نو یو وار مې سر را خلاص شو او په خپل صداقت او ساده ګی مې له ځانه سره وخندل او لا تر اوسه چې را یاد شي نو عجيبه غوندې خندا راشي. 
هو په ځان مې خندا شي چې درې کاله. مخکې انګلستان کې د دغه هېواد د یو لوړ پوړي پوځي قصه چې له افغانستان او پاکستانه واپس شوای وه را یاده شي. دغه پوځي په یوه ناسته کې چې هلته یو افغان هم وه، ویلي وه چې: کوم طالب او کوم مشران یې ؟ دا هسې خبرې دي او ... 
دا نقل قول هماغه افغان چې لندن کې دی او زما بدې شي، فیسبوک کې نقل کړای وه. ماورباندې وخندل او ومې لیکل چې دا پوځی مشر له دنیا بې خبره دی. او... 
کله چې یونیم کال پخوا بیا په دې خبر شوم چې ملا محمد عمر اخوند زاده دوه کاله مخکې مړ او یا وژل شوای او افغان چارواکي پرې خبر نه دي او دا ای اس ای وه چې دوه کاله یې د افغانانو د وژنې فتواوې د ملاصیب په نام صادرولې نو بیا مې په ځان وخندل او کله چې را یاد شي له غوسې پر ځان خاندم. 
هو هر درست تحلیل او سیاسي درسته څيړنه او انځور ورکونه هغه وخت درسته او درست انځور ورکولای شي چې د تحلیل ګر او څیړونکي د تحلیل خام مواد، ارقام ، مالومات پاخه او درست وي او د پردې له هغه خوا درست مالومات ولري. 
اوس خو د هغه مالوماتو پر بناء  تحلیل او انځور ورکوو چې منطق لري او د هغو مالوماتو پر بنا دي چې هغه مالومات مطبوعاتو او میدیا ته راوځي او په هغو کې د خطونو وسط او کله د ورقی څټ او وخ لولو.  په تأسف سره دا ‌‌‌‌ مالومات او ارقام ‌‌‌‌‌‌ډ ډېر ځلي زمونږ په ګټه نه دي. 
نو الله (ج) دې رحم وکړي او کلار کېناستل  او هېڅ نه کول هم ګناه ده. 

و من الله التوفیق
دوکتور صلاح الدین سعیدي 
١٩/٠١/٢٠١٧
٠٠٤٤٧٨٨٦٤٧٤٦٣٨

نوشتن دیدگاه

مجلات و کتب