ليکوال
: پوهنوال رسول باوري
روزګان
که
اوروزګان يا ارزګان او يا بل ډول
د سيمود نومونو
ايښودل او د زمانې په لمن کي د هغو نومونو بدلېدل د زياتي حېرانتيا خبره نه ده .
دا سي چي په سيمه کي د ميشتو وګړو کړه وړه د بدلون په حال کي دي ، همداسي د
سيمو نومونه هم بدليږي . د سيمو د نومونو اوښتل او بدليدل په هغه هوډ پوري اړه
لري چي ميشت اولسونه او اړوندي ادارې يې د هغه نوم د ساتلو او يا بدلولولپاره لري
. د وړو کليو ، ولسواليو ، ولايتونو او حتی هېوادونو نومونه د بيلا بيلو سببونو
په وجه اوړي را اوړي . د سيمو او ځايونو د نومونوبدلون او اوښتون يوه داسي پر
له پسې لړۍ ده چي سپړل او څيړل يې اسانه کار نه دئ . د دې همدې بدلونونو د
څيړلو او پوهولو لپاره د نورو علمي څانګو تر څنګ د تاريخي جغرافيا په نوم يو
خپلواک دسپلين شته چي د خپلو ځانګړو اصولو په کارولو سره مينه والو او اړوندو
څيړونکو ته د هغو ئ دستونزو او پوښتونو حل وړاندي کوي .
تاريخي جغرافيا پوهان د نورو بنسټيزو دندو تر څنګ د تاريخي سيمو د نومونو او د
هغو ټاټوبو د په نښه کولو دنده هم لري ، چي د زمانې په بهير کي په بيلا بيلو
نومونو پيژندل شويدي . د سيمو د نومونو د اوښتون او بدلون هغه سببونه هم
برملا کوي چي د نوم په بدلون کي اغيزمن و پيژندل شي . د تاريخي جغرافيا پوهانو
په اند ، د سيمو نومونه د بيلا بيلو عواملو پر بنسټ بدلون مومي . چي د هغو په لړ
کي تر ټولو زيات سياسي ، طبيعي،کلتوري او ژبني سببونه اغيزمن ښودل شويدي .
١ : سياسي سببونه
؛ د سيمو د نومونو د اوښتون او بدلون په اړه د سياسي عامل اغيزه تر ډيره بريده
روښانه بريښي ، چي ښايې زيات لوستونکي يې دتوضيح پرته ومني . په سيمه کي سياسي
پيښي ، د اړوندي سيمي سره دنامتو شخصيتونو تړاو، د سيمي سياسي - نظامي ارزښت او
نور هغه اغيزمن سببونه دي چي د سيمو د نومونو په بدلون کي غوښنه ونډه لري . د
بيلګي په توګه ، د بدخشان ولايت يوه ښيرازه ولسوالي د بهارک په نوم ياديږي .
چي تاريخي جغرافيا پوهانو په بېلا بيلو نومونو ثبت او ليکلې ده ، بهارک د کوشاني
پاچاهانو د څلورم ساتراپ ( ولايت ) يوه ستراتيژيکه سيمه وه او هغه وخت د لانشي
( Laanshi
) په نوم
ثبت او ليکل شوېده . کله چي پر لانشي د عربي لښکرو واکمني پيل شوه نو د دې سيمي
نوم يې بهارستان (
Bahaaristan
) کښيښودئ ، او
دا نوم تر هغه مهاله وساتل شو چي چنګيزيانو تر زياتو جګړو وروسته نوموړې سيمه تر
خپلي ولکې لاندي راوستل ، او د چنګيزي واکمنئ سره يې يوځا نوم د بهارستان څخه په
بهارک ( Bahaarak
) واړول شو ، چي تر اوسه هم په همدې نوم ياديږي . ( عبدا لرحمن سديد
يوه بله بيلګه د
امو سند پر څنډو پرته ينګي کلا ( ينګي قلعه ) ده ، چي پخوا نئ نوم نومي (
Numi
) وو ، وروسته
د احنف کلا په نوم ياده شوه او اوس يې اداري او منلئ نوم ينګي ده ، او په
روزګان ولايت کي هم دا ډول بيلګي زياتي دي . د روزګان ولايت مرکز ترينکوټ
ښار لويديځ ته نږدې د داکتر مانده په نوم يو مانده او اړوندکلۍ شته چي د هغي
سيمي د يوه نامتو شخصيت د نوم سره تړاو لري (* داکتر شهسوارخان په سيمه کي نامتو
داکتر ؤ چي په غالب ګمان د ١٣٤٠ مي لسيزي په دوهمه نيمايې کي وفات شو ) د
روزګان ولايت اړوند د چهار چينو ولسوالي هم يوه بله څرګنده بيلګه ده ، د لومړي ځل
لپاره دا ولسوالي د پرانستلو سره سم د شهيد حساس په نوم ونومول شوه ( مرحوم
عبدالحليم حساس د دهراوت ولسوالۍ د ملا احمد لېسې فارغ او د هغې لېسې ښونکۍ ؤ چي
په ١٣٥٧ لمريز کال يې د ژوند ډيوه مړه شوه ) ، د سياسي اوښتون وروسته بيا د چهار
چينو په نوم ياده شوه ، او اوس مهال د خبري اژانسونو له خوا کله د شهيد حساس او
کله د چهار چينو په نوم ياديږي .
٢ : طبيعي سببونه : طبيعي پيښي هم د سيمو د نومونو په بدلون کي پوره ونډه لري .
هغسي چي د نوم په ايښوولو کي طبيعي سببونه اغيزمن دي ، هم هغسي يې د سيمو د
نومونو په بدلون کي اغيزه څرګنده ده . د يوې بيلګي په توګه د هلمند ولايت را يادوو
، هغه سيند چي د اونئ غره څخه را پيليږي د دايکندي او روزګان ولايتو نو څخه
تيريږي او بيا د کندهار يو شمير سيمي خړوبوي ، تر هغه ورسته د هلمند ولايت ته
رسيږي . هلمند نه يوازي دا چي د هېواد ديوه نامتو سيند په توګه پيژندل شوئ بلکي
ديوه تاريخي سيند په توګه په اوستايې متونو کي د هيتومنت او يا هومينت په نوم هم
ياد شوېدئ . د هلمند ولايت د نوم ايښوولو ستره انګيزه او هڅونکئ عامل ، همدا د
هلمند سيند او د هغه سيند د اوبو څخه په زياته پيمانه ګټه اخيستنه وه .
د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کي د داسي نومونو څرک ليدلای شو چي د طبيعي عارضې
او پيښي سره تړاو لري ، د بيلګي په توګه د مار غونډۍ په نوم د هېواد په زياتو
ولايتونو کي سيمي نومول شويدي . په هغو سيمو کي چي د مار په څير د يوې ډبريني
غونډۍ څيره تر سترګو شويده، اولسي وګړو همدا د مار غونډئ نوم ورته کارولئ دئ . په
لغمان ، پروان ، بغلان او يوزيات شمير نورو ولا يتونو کي د دا ډول نومونو بيلګي
ليدلای شو . د تور غره او سپين غره نومونه هم دهغوئ د طبيعي جوړښت څخه اغيزمن
شويدي . د خاص روزګان د ښار شمال لويديځ لورته د ګرماو ( ګرم اب ) د سيمي نوم
د هغه تودې چيني د شتون سره تړاو لري ، چي په هغه سيمه کي د عام او خاص د ګټي
وړ ده . په ترين کوټ کي د ښارد شمال ختيځ لوري څخه را غزېدلې مانده هم د هغو تودو
اوبو په وجه د ګرماو مانده په نوم ياديږي ، چي د ترين کوټ ښار څخه څه ناڅه ديرش
کيلومتره بر سر د تودو اوبو دچينې تر څنګ راتيريږي . د دهراوت په زرتاله نومي دښت
کي د راشکي غونډئ هم د دې ډول نوم ايښودلو بيلګه ده . ( راشکه غونډئ د زرتالې
دښت په منځنۍ برخه کي پرته ده چي د غنمو او يا نورو غلودانو د راشې سره ورته څيره
لري ، په دهراوت کي د ميشت اولس تر منځ دا سي فکلوريکي کيسې شته چي وايې دا غونډئ
او هغې غونډئ ته څيرمه د کورت کاڼو ( قوروت ) سيمه چي قروتو ته ورته دزياتو
وړو ډبرو اوکاڼوڅخه ډکه ده ټوله د هغه کارون ( قارون ) مال او ثروت ؤ چي د الله (
ج ) د قهر سره مخ شو ، ټوله طلا او زيورات يې د قروتو په څير ډبرين کاڼي شول او
د غنمو راشه يې په شګلنه غونډۍ واوښتل ،چي عام اولس يې د تصغير کاف سره يوځای (
راشکه ) بولي ) او په دې ډول نوري بيلګي .
٣ : کلتوري او ژبني سببونه ؛ په يوه ټاکلې سيمه کي د ميشتو وګړو اندونه او
خيالات د سيمو د نومونو په ايښو ولو او بدلولو کي هغه اغيزمن ټکي دي چي د سياسي
او نظامي زور پرته ، پخپله د اولس په خوښه منل کيږي . په جوزجان ولايت کي يوه
لرغونې غونډئ شته چي د طلا تپې په نوم پيژندل شوېده . د دې سيمي نوم د پخوا
راهيسي دهغو فکلوريکو کيسو پر بنسټ ولاړ ؤ ، چي د اولس په منځ کي اورېدل کېدې ، د
سيمو وګړو به ويل چي پخوانيو خلکوپه دې تپه کي طلا پټه کړېده چي اوس د لويو
ښامارانو په وسيله ساتل کيږي . دا فکلوريکي کيسې هغه مهال رښتيني شوې چي د
لرغونپوهانو په وسيله په ١٣٥٦ _ ١٣٥٧ لمريز کال هغه غونډئ وسپړل شوه او په نتيجه
کي يې د اوو ( ٧ ) قبرونو څخه تر يويشتو زرو زيات طلايې اثار را بر سيره کړل . له
نيکه مرغه دا اثار اوس دافغانستان ملي موزيم لپاره ستره لرغونې شتمني ګڼل کيږي .
امو سيند ته څيرمه په تاجکستان کي د اجينه تپې په نوم يوه لرغونې تپه شته چي د
سيمي وګړي يې د پيرانيانو ښار ګڼي ، او د روزګان ولايت په مرګز تيرنکوټ کي هم
دا ډول سيمي شته چي د کلتوري او عقيدتي اغيزو لاندي يې نومونه ايښودل شويدي ، چي
کافر کلا د هغو ډيرو بيلګو څخه يوه ده . کافرکلادلرغونو زمانو هغه يادګار دئ چي د
ترينکوټ ښار ختيځ لورته څلويښت کيلومتره ليري د مرابات ( مهر اباد ) ښيرازي سيمي
څنګ ته واقع ده . د دې لرغوني ودانۍپاتي شونې او نښانې لا اوس هم تر سترګو کيږي
. کافر کلا يوه پخوانۍ ډبرينه ودانۍ ده چي پلنو او ډبلو ديوالونو يې د سيمي ميشت
وګړي په دې باوري کړيدي چي دا لويه ډبرينه کلا د پخوانيو کافرانو په لاس جوړه شوېده
، ځکه يې د کافر کلا نوم ورکړېدئ .
د ژبني سببونواغيزه د نورو اړونکو او بدلوونکو فکتورونو څخه زياته بريښي . ژبه
د ټولني سره يوځای وده کوي او بدلون مومي ، اود ژبي د بدلون او اوښتون سره
يوځای د سيمو د نومونو بدلون هم را منځ ته کيږي . په دې برخه د څو تاريخي
بيلګو يادونه کوو : په اوستايې متونو کي د پخواني کابل وادي سهيل لوري ته پرته
ښيرازه سيمه د ګندهارا او پلازمينه يې د هيلو په نوم ياده شوېده . ، يوناني
جغرافيا پوهانو داسيمه د ګنداراتي او چينايې زيارت کوونکو نوموړې سيمه د کين تولو
په نوم ياده کړېده ،او پلازمينه يې هيلو را پيژني . د جلا الدين اکبر دواکمنئ پر
مهال په يوه لږ بدلون سره د هيلو نوم په هډه اوهډې ته څيرمه ، د نوي جوړ شوي ښار
نوم جلا ل اباد کښيښودل شو . اود ټولي سيمي نوم لا پخوا د ګندهارا څخه په
ننګرهار بدل شوۍ ؤ . همدا ډول د کوبها څخه کابل او د درنګيانا څخه زرنج جوړ
شوېدئ . په روزګان ولايت کي يې تر ټوله څرګنده بيلګه د اوستايې مهال هيراويتي ده چي
په لږبدلون سره يې د همدې ولايت په دهراوت ولسوالئ کي نوم خوندي دئ .
د روزګان نوم هم
د همدې ورستي لا ميل تر اغيزي لاندي اړول شويدئ . په زياتو تاريخي متونو او
ليکنو کي د ا نوم ( روزګان ) ليکل شوېدئ ، د بيلګي په توګه عربي نامتو جغرافيا
پوه او مورخ
بلاذري
د اسلامي ځواکونو د فتوحاتو په لړ کي د بغنين ، زمين داور او ( روزګان ) نومونه
ياد کړيدي ، په حدودالعالم من المشرق اللمغرب کي هم ( روزګان ) ليکل شوې دئ . د
طبقات ناصري ليکوال قاضي منهاج سراج جوزجاني هم د پيښو په تړاو د يو شمير سيمو د
نومونو تر څنګ د ( روزګان ) نوم ليکلئ دئ ، نوموړئ د سيمو د ويش او اقطاعو د
څرګندولو په برخه کي ليکي (( د سلطان غياث الدين د ژوند پر مهال وجير ، ګرمسير ،
درمشان ، روزګان او غزنئ د علا والدين محمد بن علی په اقطاع کي ؤ )) . دا د
هغو تاريخي متونو يو څو بيلګي دي چي د روزګان د نوم ليکلو په اړه يادشول . دياد
شوو تاريخي متونو په ډاډ، دا په ډاګه کيږي چي د دې جغرافيايې موقعيت د
ښودلولپاره همدا يو رسم الخط ( روزګان ) کارول شوېدئ .
د دې ټکي يادول هم
اړين ګڼم چي د ورستيو پيړيو يو شمير ليکوالو او مورخينو په خپلو اثارو کي د (
روزګان ) د ليکلو پر ځای (( اؤرزګان )) يا (( ارزګان ))ليکلئ دئ ، د بيلګي په
توګه د تاج التواريخ ليکوال اعليحضرت عبدالرحمن خان (( اؤرزګان ))ليکلۍ (تاج
التواريخ : ٢٣٢ مخ )، او د سراج التواريخ مولف فيض محمد کاتب دا نوم د (
ارزګان ) په څير ليکلئ دئ .
د بيلګي
په توګه هغه مهال چي فيض محمد کاتب د هزاره جاتو د بغاوت پاې ته رسولو په تړاو
د سيمي نومونه يادوي داسي ليکي : ( د کندهار حکمران د ګيزاب ګدامدار غلام حسېن
خان ته د دولتي خزانې څخه شپږ زره کابلئ روپئ د غوړو ، غنمو ، وربيشو او پسونو د
پيرودلو لپاره ولېږل . ... وروسته بيا ځپونکي ځواکونه د فولادي لاري څخه زاولي
او له هغه ځايه ( ارزګان ) ته ورسيدل .. . ) ( سراج التواريخ : ٧١٦ مخ ) .
داعليحضرت امان الله خان د واکمنۍ پر مهال دجوړي شوي لويې جرګې د بشپړ راپور په
چاپ شوې خپرونه کي د لويې جرګې د ټولو ګډونوالو نومونه ليکل شويدي ، او په دې لړ
کي د روزګان د استازو نومونه هم شته ، چي د روزګان او شا او خوا سيمو څخه نوموړي
لويې جرګې ته داستازو ، مخورينو او قومي مشرانو په نوم راغلي وه . د دې استازو د
نومونو تر څنګ د د سيمي نوم هم ليکل شوېدئ ، په دې خپاره شوي اثر کي هم د روزګان
نوم په ( ارزګان ) ليکل شوی دئ . د بيلګي په توګه وکيل عبدالغفور خان کاکړ ،
دلاور خان ، محمد شريف خان مهاجر ، حاجي محمد عمر خان ، بلاد خان ، حاجي خدايداد
خان ، عبدالرحيم خان ، غلام محمد خان ، داد محمد خان خروټئ ، شهزاده خان ،
عبدالغني خان اڅکزئ د ( ارزګا ن ) څخه . د ياديدو ده چي يادشوي ښاغلي يوازي د
روزګان د اداري واحد استازي وه . ( دا نومونه د راپور په بيلا بيلو پاڼو کي د
٤٣٥ پاڼي څخه تر ٤٤٣ پاڼي پوري ثبت دي : رويدادهای لويه جرګه ١٣٠٣ در پغمان ) د
روزګان د نوم ليکلو تيروتني ته په پام سره علامه عبدالحئ حبيبي هم په خپل (
جغرافيايې تاريخي افغانستان ) نومي اثر کي په مکرره توګه ليکلي چي دانوم په
تاريخي متونو کي روزګان راغلي خو ميرزائېان يې دارزګان يا اورزګان په ډول ليکي
( جغرافيايې تاريخي افغانستان : ١٣٦ مخ ) .
د روزګان د ليکلو دود په زياته پيمانه د هغو ليکوالو له لوري په اوښتي ډول ليکل
کيږي چي د دري ژبي ليکدود سره تړاو لري . د دري ژبووګړو تر منځ په وياندي (
شفاهي ) ادب کي عادي او معمول ده چي يو شمير نومونو او يا کلموته د الف
توري زياتوي اود خپلي مفاهمې لړۍ جاري ساتي او د انديښنې پرته د خپل پام وړ
کلمه يا نوم د ويلو وړ ګرځوي ، د بيلګي په توګه يوشمير هغه نومونه او کلمې چي د
( س ) په توري پيليږي ، د هغوسره د الف په زياتولو نوم ته بله څيره او نوئ املايې
او ليکنيز ډول ورکوي ، چي په پښتوژبه کي د ( ستر ) کلمه په ( استر ) او د (
سپين ) کلمه په ( اسپين ) يې څرګندي بيلګي دي . د روزګان د نوم بدلون په (
اروزګان ) هم همداسي يو اوښتون دئ ، چي دري ژبو ليکوالو هغه شان چي اوريدلي يې
دي او يا يې ويلي دي ، د نوم اصل او منشا ته يې د پام کولو پرته ، په (( ارزګا ن
)) يا (( اوروزګان )) ليکلئ او معمول کړيدئ .
د يادېدو وړده چي د روزګان ولايت نوم د اعلی حکمرانئ له مهاله پاته دي . د
اعلی حکمرانئ لومړنئ مرکز اوسنئ خاص روزګان ؤ . په افغانستان کي د ١٣٤٢ لمريز
کال اداري ويش له مخي د روزګان اعلی حکمرانئ ته د ولايت نوم ورکړل شو او پر هغه
حکمرانئ يې ديو شمير نويو اداري واحدونو د زياتولو او د يوشمير نورو دليري کولو تر
څنګ يې تيرين کوټ هم د روزګان ولايت د مرکز په توګه ياد کړ . تر هغي پريکړي يو
کال وروسته د ولايت چاري په ترينکوټ کي پيل شوې ، او په دې ډول اداري چارواکو د
ولايت نوم روزګان او د پخواني اعلی حکمرانئ مرکز يې د خاص روزګان په نوم ومنۍ ،
چي تر اوسه هم په ادارې چارو کي مراعات او کارول کيږي ، په داسي حال کي چي د
روزګان د نوم سره د خاص کلمه مښلول او يوخای کول بله موخه نه لري . د خاص کلمه
يوازي د ولايت د نوم او د هغه ادارې واحد تر منځ د بيلتون او تفکيک په نيت معمول
وګرځول شوه .
د دې لپاره چي د
روزګان تاريخي نوم وساتل شي ، د ولايت او هېواد په کچه اړوندي ادارې او ليکوالان
، بايد په پر له پسې توګه د تاريخي متونو په څير د روزګان نوم په خپل رښتيني
بڼه ( روزګان ) وليکي ، ويې لولي او وه يې وايې . او هم د دې نوم تاريخي بڼي
ساتلو ته هوډمن پاته شي .
|
ارسال این مطلب به شبکه های اجتماعی
زیر |
|
Delicious
|
Del
Facebook |
|
بالاترین |
Twitter |